میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وردګ زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وردګ زلمیو لوبډلې له خپل ۱۱۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سیالې امانکي بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.
