میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پنه لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې رشیدان ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
