میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د علیشې ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند دوران خېلو سیمه کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ چې د روانې غویي میاشتې په دویمه نېټه پیل شوې وې، د عليشې ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پایلوبه کې د انتظار همت او علیشې ځونان لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدې،لومړی د انتظار همت لوبډلې توپ وهنه وکړه او په اتو اورونو کې یې ۹۳ منډې هدف کېښود، علیشې ځوانانو لوبډلې په ۷ اورونو کې یاد هدف پوره او د سیالیو اتلولي یې په خپله نوم کړه.
د سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول او کوچني اختر خوښي لمانځل وو.
