میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍکې د ٦٠ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۹:۴۴
میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍکې د ٦٠ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د غشي ويشتلو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بند چک‌ ولسوالۍ په محمد یارخېلو کلي کې د ٦٠ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ د محمد یارخېلو د کلي په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د دغو سياليو په پايله کې د محمد یارخېلو کلي لوبډلې خپلې سيالې بابا کلا لوبډلې ته د ٨٦/٧٧ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په دودیز شکل ترسره کېږي او له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم محمد یارخېلو کلي لوبډلې خپلې سیالې بابا کلا لوبډلې ته ماتې وکړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS