میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د طبما فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له پنځو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له خوست، پکتیا، لوګر، کابل او میدان وردګ ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې ېې کابل د ۱۷ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، خوست د ۷ مډالونو په ترلاسه کولو دویم او میدان وردګ ولایت بیا د ۵ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.