میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسیدی

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۵۶
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسیدی

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د استقلال جام په نوم د فوټبال سیالۍ د اسماعیل خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پای لوبه د اسماعیل خېلو او جوانان زیولات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اسماعیل خېلو لوبډلې خپلې سیالې جوانان زیولات لوبډلې ته د ۳ پر یو ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبې ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ مینه او ورورګلوی ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS