میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د ITF تکواندو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۳۴
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د ITF تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې له درېیو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د میدان وردګ، کابل او پروان ولایتونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې میدان وردګ ولایت لومړی، کابل دویم او پروان بیا درېیم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS