ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۶:۵۹
ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ش.ه.يد ذاکر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ش.ه.يد ذاکر او ش.ه.يد هارون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ش.ه.يد ذاکر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ش.ه.يد هارون لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۸۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۲ منډو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS