ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د چک ولسوالۍ په سياب دره کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې، د سياب ښکلا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سياب ښکلا لوبډلې خپلې سيالې عربانو لېسې لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.