ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۴۳
ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د فکري رغوونې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د شينز اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شنیز اتلانو او سيدآباد اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شنيز اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سيدآباد اتلانو لوبډلې يواځې ۱۱۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۶ منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS