ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۷:۳۴
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پايله کې احمد الله لومړی، ميلاد دويم او اميد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS