ميدان وردگ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سیدآباد ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په هفت آسيا سيمه کې د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې شاوخوا ۸ ورځې يې دوام وکړ د تنگي سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې تنگي سټار لوبډلې خپلې سيالې شاهد بدلون لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د کوچني اختر لمانځلو په موخه وشوې او په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
