ميدان وردگ؛ بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې حاجي خان کربلايي لومړی، ارباب جمع دويم او رضاء بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي، چې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول