ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۴ - ۹:۵
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او چک ولسوالۍ د سپورټي کمېټې په همکارۍ د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

د پيل لوبه د مدو‌ کلي او عمرفاروق لېسې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په‌ پايله کې مدو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د‌ دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

د نوموړو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ همغږي، يووالی او ورزش ته ځوانانو هڅول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS