ميدان وردګ؛ مرکز میدان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون د استازولۍ په ګډې همکارۍ د دې ولایت د مرکز میدان ښار په مرکزي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو(میدان وردګ، لوګر، بامیان، کابل او بغلان) ترمنځ د والیبال څلور ورځنۍ تشویقي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو د پیل مراسمو کې د ياد ولايت امنیه قومندان مل پاسوال شیخ الحدیث محمد شریف حلیمې، د یاد ولایت د والي نرستیال مولوي یوسف، د میدان وردګ د بدني روزنې او سپورټ مسؤلینو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی وو.
د دې سیالیو پیل لوبه د حاجې فولاد علي خېل او شهید غلام نجیب لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د شهید غلام نجیب لوبډلې د ۳-۰ په توپیر حاجي فولاد علي خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د راشې درشې او مینې زیاتوالی او ورزش ته د ځوانانو ته هڅول ښودل شوي دي.
