ميدان وردګ؛ د چک ولسوالۍ د واليبال سیالۍ د " چک اتحاد " لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۹:۱
ميدان وردګ؛ د چک ولسوالۍ د واليبال سیالۍ د " چک اتحاد " لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او چک والسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږي د حضرت عمر فاروق «رض» په عالي لېسه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکنې پیل شوې وې، نن د چک اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبې ته سپین ستوري او چک اتحاد لوبډلې وتلې وې، چې د ۲/صفر میدانونو په توپیر چک اتحاد لوبډلې وګټله.

د دې لوبو موخه د ځوانانو تر منځ اتحاد و اتفاق او ورزش ته وده ورکول و.

په پای کې اول او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS