ميدان وردګ؛ د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ولي عصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ولي عصر لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې بهسودو اف سي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
