ميدان وردګ؛ دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهـ..ید وارث لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شهـ..ید وارث لوبډلې د ٣ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې چنګه اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
