مرتضی صالح اتل او رامش حسیني، دوهم ځای خپل کړ
مرتضی صالح اتل او رامش حسیني، دوهم ځای خپل کړ
د G1 تکواندو د سیالیو په دوام کې، چې د پاکستان په کوربه توب دوام لري، نن سهار د افغانستان لوبغاړو یو دسرو زرو او یو له سپینو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی او دوهم ځایونه ترلاسه کړل .
په درېیم وزن کې مرتضی صالح په شپږو لوبو کې څلورو پاکستاني لوبغاړی یوه مصري لوبغاړي او یوه البانیايي لوبغاړي ته ماتې ورکړه او د افغان لوبډلې لپاره د سرو زرو مډال وګټه .
په بله لوبه کې رامش حسیني د ۸۰ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د پاکستاني لوبغاړي پر وړاندې په څلورو بریاوی او د مصري لوبغاړي په وړاندی د ماتې منلو ترڅنګ د سپینو زرو مډال یی ترلاسه کړ
تر اوسه افغان تکواندو لوبډلې په دغو لوبو کې یو د سرو زرو مډال دوه د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.
