محمود څرخ لوبډلې د لوگر ولايت واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۱ - ۲۰:۳۶
محمود څرخ لوبډلې د لوگر ولايت واليبال سياليو اتلولي وگټله

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د YHDO مؤسسې په مالي لگښت د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "خزاني جام" په نوم د واليبال سيالۍ د محمود څرخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې محمود څرخ لوبډلې خپلې سيالې طارق احمدزي لوبډلې ته د ۳ پر يو ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دا سيالۍ واليبال لوبې ته د ودې ورکولو او له نشته يې توکو څخه د ځوانانو د ليري والي په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د واليبال ملي لوبډلې دوه تنه لوبغاړي، چې د بنگله دېشن آسيايي لوبو کې ښه لوبېدلي وو، تشويق او تقدیر شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS