لوگر کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۵۶
لوگر کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د پنځو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې باتورانو ورزشکارانو کلب لومړی، خالد به وليد ورزشکارانو کلب دويم او مهاجرين ورزشکارانو کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS