لوگر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۰:۱۰
لوگر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې دوشېخ لوبډلې خپلې سيالې شاغاسي کلا لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په ياد ولايت کې د واليبال ورزش ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS