لوگر کې د ۱۳۵ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۵:۱۳
لوگر کې د ۱۳۵ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۱۳۵ ووشو کارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د ووشو اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې، چې درې ورځې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل او د لوګر ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته لاره پيداکړه.

د یادو سیالیو موخه د لوګر ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته د غوره ووشو کارانو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره ووشو کاران وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۷:۳۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٥٤ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۷:۲۵
Background image

ننگرهار کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې جمنازيوم کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د‌ ماشومانو، نويو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۵:۳
Background image

د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو آمریت له لوري د معتادينو په زر بستريز روغتون کې (روغتيا ته د بېرته راګرځېدو جام) په نوم د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه. . .

BACK TO NEWS