لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د ستاره ګان اينده جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ستاره شهرنو او پيروزي قلعه نو لوبډلو ترمنځ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده او يو-يو امتياز يې ترلاسه کړ.
