لوگر؛ مرکز پل علم کې د تېږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې
د لوگر ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له خوا، د ياد ولايت په مرکز پل علم دادو خېلو کلي کې د ۱۲ تنو ورزشکارانو تر منځ د تېږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې.
په يادو سياليو کې محمد الله لومړی، محمد زبير دويم او نصرالله درېيم مقام خپل کړ.
دغه سيالۍ، چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ياد شوې و.
په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
