لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم ښار کې ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد کمال خېل لوبډلې خپلې سیالې ملي امنیت لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
