لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۲۲
لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خروار ولسوالۍ کې د خواجه انګور بابا ټورنمنټ په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې الينور استار لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې MK لوبډلې ياد هدف پوره کړ او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او يووالی رامنځته کول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۶
Background image

هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS