لوګر کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۳۷
لوګر کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې د له څلورو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د احسان الله ناک ډاون ورزشى کلب لومړی، باتوران کلب دویم او شاهین کلب درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د سوک وهنې په برخه کې د غوره ورزشکارانو موندلو او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS