لوګر کې د ووشو ۴۰ استادانو ته د درېیم او څلورم درجه لایسنس روزنیز سمینار ترسره شو

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۴۴
لوګر کې د ووشو ۴۰ استادانو ته د درېیم او څلورم درجه لایسنس روزنیز سمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري په لوګر کې د ووشو ۴۰ استادانو ته درېیم او څلورم درجه لایسنس روزنیز سمینار ترسره شو.

د یاد سمینار پر مهال د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمری انجنیر مزمل نعیمزي، د یاد ولایت د ووشو فدراسیون استازي سید نجیب الله هاشمي، د ووشو ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمد خالد هوتک او د ووشو استادانو ګډون کړی و.

دغه سمینار د ووشو ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمد خالد هوتک له خوا ترسره شو، چې استادانو ته یې پکې د دغې ورزشي رشتې د قوانینو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دا سمینار د ووشو د استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شو، چې  دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS