لوګر کې د موټر سایکېل ځغلونې فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۲۷
لوګر کې د موټر سایکېل ځغلونې فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د موټر سایکېل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د لوګر ولایت په ورزشي آمریت کې د موټر سایکېل ځغلونې فدراسیون استازولي پرانیستل شوه.

د یاد فدراسیون د پرانیستې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د موټر سایکېل ځغلونې ملي فدراسیون رئیس سید نبي الله سادات، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د لوګر ولایت ورزشي آمر مزمل نعیمزوی، د لوګر ولایت د والي مرستیال مولوي محمد انور دین پرور، د موټرسایکېل ځغلونې ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثیق د پرانیستې په دغو مراسمو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې ډېر د ویاړ ځای دی چې په امن او ډاډمنه فضأ کې دغسې ورزشي برنامې ترسره کېږي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: " موږ تل ژمنه کړې، چې ورزش به ټولشموله کوو او هڅه به کوو، چې ورزش له مرکز څخه ولایتونو او له ولایتونو څخه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته ورسوو چې دا دی کرارـ کرار مو ژمنې په عملي کېدو دي او دا به لا دوام کوي."

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغې ورزشي رشتې نورې برخې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د موټر سایکېل ځغلونې فدراسیون رئیس سید نبي الله سادات د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست له ملاتړ او همکاري څخه مننه وکړه او وې ویل چې دا په ټوله کې د هېواد په کچه د موټر سایکېل ځغلونې ۱۳مه نماینده ګي شوه او په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۴مه، ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نمایندګي په غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې پرانیستل شي.

د یادولو وړ ده، چې د یادو مراسمو په پای کې له کابل څخه د موټرسایکېل ځغلونې تللیو ورزشکارانو د لوګر له ورزشکارانو سره په ګډه د موټر سایکېل ځغلونې زړه راښکونکي نمایشونه نندارې ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سیدودې ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۳۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوولس ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۳۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ لوړې چینې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS