لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۳:۴۳
لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې

په لوګر ولايت کې د ووشو فدراسيون له لورې د دې ولايت په کوربتوب د لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګ او پکتیکا ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ترسره شوې د ټولو ولايتونو شاخوا ٥٠ تنو ورزشکارانو پکې برخه لرله.

په دې سياليو کې د لوګر ولايت دوو روزونکو، دوو استادانو محمد اميد جهيد، عبدالغني محمدي، دوو کوچونو او ١٤ ورزشکارانو ګډون درلود.

دغه سيالۍ وړمه ورځ د زمري په٦نېټه د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د لوګر ولايت د سرو زرو ١٣مډالونو او د اتلولۍ جام امتياز په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱۶
Background image

تخار؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

تخار؛ کلفګان ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ۵۰ متره په واټن کې ترسره شوې، چې په پایله. . .

BACK TO NEWS