لوګر؛ په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ سوکیو کوشین کراتې ورزشکارانو له خوا نندارې ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
لوګر؛ په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ سوکیو کوشین کراتې ورزشکارانو له خوا نندارې ترسره شوې

د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ په زاهد آباد سیمه کې د دوه کلپونو ۴۰ ورزشکارانو له لوري د سوکیو کوشین کاراتې نندارې ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ د سوکیو کوشین کاراتې فدراسیون له خوا ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د سوکیو کوشین کاراتې رشتې ورزشکارانو هڅونه، یووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وه.

له نوموړيو سياليو وروسته د مسوولینو له خوا ۱۰ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه هم وروتړل شول.

د يادو نندارو د لیدو لپاره د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخور، ځوانان او ګڼ شمېر مینوال هم ورغلي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS