لوګر؛ محمد آغې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ - ۱۸:۱۴
لوګر؛ محمد آغې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کتب خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سالیو پایلوبه د کتب خېلو او غزني خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کتب خېلو لوبډلې د ٣/٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو پسه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهاب الدین لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د پکتیا مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زندانونو چارو ریاست سره په همغږي د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۱
Background image

هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS