لوګر؛ د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوګر؛ د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې
تمیم هیبت
د لوګر په مرکز پل علم کې د تکواندو د ازادۍ کپ تر نوم لاندې پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ په پل علم د هونی سفلی په جمنازيوم کې د ٢٦ تنو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
د ځايي مسؤلینو په وینا، د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پیژندل او تکواندو ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه لوبې غوره څېرو ته د جايزو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.
