لوګر؛ خوښۍ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې طوفان لوبډلې د ۳/۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې المهدیه لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي توکي، مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول.