لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برکي ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کتب خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کتب خېلو لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حاجي بصیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
