لوګر؛ ازرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په ارزې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال پنځه ورځنۍ سیالۍ د کڅوالو کلي د ځلاند لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د سیالیو پایلوبې ته د کڅوالو کلي ځلاند او افغان لوبډلو لاره موندلې وه، چې ځلاند ۰-۳ میدانونو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او سیالۍ یې وګټلې.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې د ټورنمېنټ غوره لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
