لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ډهانډرو رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په ډهانډرو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د دوې ورکولو او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې والي په موخه د ډهانډرو رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د تره خېل کلب او قرغيو بازار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، تره خېل کلب لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه، قرغيو بازار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۸ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۹ ورځې دوام وکړي.
