لغمان کې د څلورو کلبونو ترمنځ د هنډبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۳۰
لغمان کې د څلورو کلبونو ترمنځ د هنډبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت د اړوند د هنډبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د څلورو کلبونو ترمنځ د هنډبال سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ د لغمان ستورو کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې لغمان ستورو کلب لوبډلې خپلې سيالې لغمان ځوانانو کلب لوبډلې ته د ۲۸ پر ۲۷ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او د هنډبال ورزش ته وده ورکول وو.