لغمان کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۲۸
لغمان کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په پنځه سوه کسیز ورزشي جمنازیوم کې د له پنځو کلبونو د شل ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې مهترلام جوانان کلب لومړی، هاشمي کلب دویم او وحدت ټاپ ټیم کلب درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او ووشو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS