لغمان کې د‌ ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فوتوا دوستانه سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۶:۴۲
لغمان کې د‌ ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فوتوا دوستانه سيالۍ وشوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د کونگ فوتوا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې له ننگرهار او لغمان ولايتونو د ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فوتوا دوستانه سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې لغمان ورزشکارانو د زياتو برياوو سره لومړی او ننگرهار بيا دويم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ورزشکارانو ملاتړ وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د مسؤلينو له لوري گټونکو ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS