لغمان؛ چهلگزي لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د الينگار ولسوالۍ په منگو ماڼو کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د چهلگزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د چهلگزي او منگو ماڼو باغ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چهلگزي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف کېښود، منگو ماڼو باغ لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۴۷ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح ياده شوې وه او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه، او ورزشي وسايل ورکړل شول.