لغمان؛ په مهترلام ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مهترلام ښار په ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د واليبال سيالۍ د دليل قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې دليل قلعه لوبډلې خپلې سيالې گل کاري لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
