لغمان؛ په قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۳:۶
لغمان؛ په قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو کلي کې ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، د حليم ناصري لوبډلې په اتلولۍ پاي ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د حليم ناصري او برهان خصوصي لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، د برهان خصوصي لېسې لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د حليم ناصري لوبډلې په اووم اور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره کړ او د درې ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه له نشه یې توکو څخه د ځوانانو لېرې والي و، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS