لغمان؛ پرياني الف لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۴۵
لغمان؛ پرياني الف لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د الينگار ولسوالۍ په پرياني کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د پرياني الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پرياني الف او چهلگزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچې په ګټلو سره چهلگزي لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف کېښود، پرياني الف لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح ياده شوې وه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS