لغمان؛ مرکز کې د شپاړس لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو.
د لغمان ولایت مرکز اړوند قلعه سراج سیمه کې د والیبال فدراسیون او لغمان د ورزشي آمریت په همغږۍ د والیبال تورنمنټ پیل شو.
دغه تورنمنټ چې ۱۶ لوبډلې پکې ګډون لري، موخه یې د لغمان ولایتي لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کول، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځ ته کول بلل شوي.
د ټورنمنټ د پیل مراسمو کې د لغمان ورزشي او ملکي مسۉلینو هم ګډون درلود. د پیل لومړۍ لوبه یې د بدیع الباد او دلیل قلعه لوبډله ترمنځ وه چې د بدیع الباد لوبډلې وګټله، دوهمه هغه یې بیا د لغمان منتخب او میرزا قلعه لوبډلو ترمنځ وه چې د لغمان متخبې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
تمه ده چې یاد تورنمنټ به د څو ورځو لپاره دوام ولري.
