لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۲:۴۳
لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت په مرکز حيدر خان بابا کلي کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتحاد ځوانانو او حيدر خان بابا ځوانانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه اتحاد ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۴ منډو هدف کېښود، حيدر خان بابا ځوانانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۲۶ منډو په توپير اتحاد ځوانانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ، چې ۲۱ ورځې به دوام وکړي، موخه يې لۀ نظام څخه ملاتړ او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS