لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۴٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۴٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حیدر پاڅون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د همایون علي او حیدر پاڅون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حیدر پاڅون لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۵۸ منډو هدف وټاکه. همايون علي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ۱۴۲ منډې وکړې او د ١۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې څلوېښت ورځې يې دوام وکړ.
