لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۲۲:۶
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د قرغیو ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین او دهمزنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دهمزنګ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه. شاهین لوبډلې د هدف په تعقیب کې ٧١ مندې وکړې او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د نظام د ملاتړ او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS