لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د منګو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې منګو الف لوبډلې له خپل ١٥٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢٤ منډو په توپیر خپلې سیالې پړوایي چهلګزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د کوچني اختر په مناسبت پیل شوې وې، چې ٢٣ ورځې یې دوام وکړ.
